د هند د بهرنيو چارو وزارت د پاکستان د لومړي وزير شهباز شريف هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې هند د اسلاماباد وروستي ځانمرګي بريد کې لاس لري.
د وزارت وياند رندهير جېسوال ويلي، دا څرګندونې «بېاساس، جعلي او د عامه ذهنونو د تېر ایستلو هڅه» ده.
هغه زياته کړه چې د پاکستان مشرتابه په دوامداره ډول د دروغجنو روايتونو له لارې هڅه کوي د هېواد له کورنيو سياسي بحرانونو او د پوځ له نفوذ د خلکو پام واړوي.
د سهشنبې په ورځ د اسلاماباد د يوې محکمې مخې ته په چاودنه کې ۱۲ تنه وژل شوي او څو تنه ټپيان شوي وو.
شهباز شريف تر بريد وروسته ادعا کړې وه چې دا بريد د «هند له ملاتړه برخمنو ډلو» له لوري شوی دی.
د هند د بهرنيو چارو وزارت ټينګار کړی چې نړيواله ټولنه له ټولو حقيقتونو څخه خبره ده او د پاکستان «ناامېد کوونکو تګلارو» تر اغېز لاندې نه راځي.
بل لور ته، د پاکستان د کورنيو چارو وزير محسن نقوي ويلي، بريدګر غوښتل د محکمې ودانۍ ته داخل شي خو د ناکامۍ وروسته يې د پولیسو له موټر سره نږدې چاودنه وکړه.
د پاکستان دفاع وزير خواجه آصف بيا ويلي، دا بريد د «افغانستان له لوري سياسي پيغام» دی.
