په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي په افغانستان کې پاتې شویو امریکایي وسلو ته د ترهګرو ډلو د لاسرسي په اړه خبرداری ورکړ.
عاصم افتخار د امنیت شورا په ناسته کې ویلي چې داعش-خراسان، تحریک طالبان پاکستان او نورو ترهګرو ډلو دغه عصري وسلې د سیمې د امنیت، په ځانګړې توګه د پاکستان په وړاندې کارولي دي.
طالبانو تر اوسه پورې غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې یې دا رد کړې وه چې ترهګرې ډلې د امریکا لخوا پاتې شویو تجهیزاتو ته لاسرسی لري.
