افغانستان سوداګري

د تورخم د بندېدو له امله د دواړو هېوادونو سوداګرۍ ته ۴۵ میلیونو ډالرو زیان رسیدلی

Archive photo.

د پاکستان د ډان نيوز د سه‌شنبې د راپور له مخې، د تورخم د سوداګریزې لارې بندېدو په تېر يوه مياشت کې د افغانستان او پاکستان ګډې سوداګرۍ او اقتصاد ته ۴۵ میلیونو امريکايي ډالرو زيات مالي زيان اړولی دی.

د راپور له مخې، په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د پاکستان له لوري سختې سوداګريزې او امنيتي تګلارې د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ کچه په بې‌سارې توګه راټيټه کړې ده.

شمېرې او موندنې ښیې، چې افغانستان کې د پاکستان د بازار او راکړې ورکړې کچه ټېټه شوې

رسمي سرچينې او د سوداګرۍ فعالان وايي، له ياد بدلون وروسته پاکستان د افغانستان د بازار شاوخوا ۶۵ سلنه برخه له لاسه ورکړې ده.


اوس د افغانستان زياتره واردات له ايران، د مرکزي آسيا له هېوادونو، ترکيې او له هند سره ترسره کېږي.

د افغان سوداګرو په وينا، د ايران له لارې سوداګري اسانه ويزې، ساده ګمرکي تعرفې او د ټرانزيټ د اسانتياوو له امله د هغوی لومړنۍ خوښه ګرځېدلې ده.

په پاکستان کې توليدي صنعت اغېزمن شوی

د ډان راپور وايي، د تورخم ټرانزیټي دروازې د تکراري بندښتونو له امله په خيبرپښتونخوا، پنجاب او سند ایالتونو کې د کورنيو توليداتو صنعتونه هم اغېزمن شوي دي.


د هغو سلګونو ورځنيو توکو توليد چې پخوا به افغانستان ته صادرېدل، اوس درېدلی دی.

د تورخم د ګمرک د تصفیې برخې افسرانو د اتحاديې مشر مجېب‌الله شينواري وايي، د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ کلنی حجم له ۲۰۱۲–۲۰۱۶ کلونو کې د نږدې ۲.۵ ميليارده ډالرو څخه اوس تر ۹۰۰ ميليونو ډالرو لاندې راټيټ شوی دی.

د ده په وينا، د صادراتي کانتينرونو شمېر چې پخوا به له زرو زيات وو، اوس يوازې ۲۵۰ تر ۳۰۰ کانتينرو ته راښکته شوی دی.

هغه زياتوي چې دا وضعيت نه يوازې د دولت د مالياتو عايد راکم کړی، بلکې وړو تجارانو، ټرانسپورټي شرکتونو، موټرچلوونکو او مزدورانو ژوند يې هم اغېزمن کړی دی.

يو بل افغان سوداګر قاري ناظم ګل ډان نيوز ته ويلي، له هغې ورځې چې تورخم وتړل شو، د کابل او جلال‌اباد بازارونه د ايراني، ترکي او د مرکزي آسيا د توکو څخه ډک شوي دي.


د ده په خبره، اوس ډېری افغان سوداګر له پاکستان سره د سوداګرۍ پر ځای د ايران له لارې توکي واردوي، ځکه هلته شرايط د سوداګرۍ لپاره نرم او د باور وړ دي.

کارپوهان وایي، چې که د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ د تګلارو ستونزې حل نه شي، نو پاکستان به نه يوازې د افغانستان د بازار کې خپل ځای او نفوذ له لاسه ورکړي، بلکې د کورنيو توليداتو صنعت به هم له لا زيات رکود سره مخ شي.

په مقابل کې، ايران، ترکيه او د مرکزي آسيا هېوادونه د افغانستان د نوي سوداګريز فرصت څخه ګټه اخلي او خپل حضور هلته ورځ تر بلې پياوړی کوي.