سویلي آسیا

امریکا په ډیلي کې موټر بم چاودنه وحشتناکه پېښه وبلله

سپینې ماڼۍ د ډیلي په زاړه ښار کې د تاریخي لال کلا ترڅنګ د موټر بم چاودنه وحشتناک پېښه بللې، چې په پایله کې یې لږ تر لږه اته کسان مړه او شاوخوا شل نور ټپیان شوي دي.

په بیان کې ویل شوي چې امریکا د هند وضعیت له نږدې څاري.

هندي چارواکو ویلي چې په چاودنه کې شپږ موټر او درې ریکشاوو اور اخیستی، او چاودیدونکی موټر د ټرافیکي څراغ مخې ته ودرید، چې نږدې موټرونو ته یې هم زیان رسولی دی.

د ډیلي د اور وژنې ادارې ویلي، په ښار کې بیړنی حالت اعلان شوی او شل د اور وژنې موټرونه د پېښې ځای ته استول شوي دي، پولیسو هم سیمه محاصره کړې ده.

چاودنه د ماښام په شپږ نیمو بجو د لال کلا له مټرو سټېشن سره نږدې رامنځته شوه. د پېښې په ځای کې د موټرونو ماتې شوي ټوټې او د مړو جسدونه پراته وو.

د ډیلي پولیسو ویلي چې د عدلي شواهدو او ترلاسه شویو معلوماتو پر بنسټ، دا پېښه احتمالاً د ترهګرۍ سره تړاو لري.

د هندي رسنیو راپورونه ښيي چې دغه چاودنه څو ساعته وروسته له هغې رامنځته شوه چې د جمو او کشمیر پولیسو په فریدآباد کې له دوه کورنیو ودانیو څخه نږدې درې زره کیلوګرامه چاودېدونکي مواد کشف او ضبط کړل. په دې کې درې سوه پنځوس کیلوګرامه امونیم نایټریټ شامل و، چې د بم جوړولو لپاره کارول کېدای شي.