د هند د سینما مشهوره اداکاره او د درمندرا مېرمن، هما مالیني، په یو پیغام کې د هغو رسنیو پر وړاندې غبرګون ښودلی چې د درمندرا د مړینې په اړه یې ناسم خبرونه خپاره کړي دي.
هغې لیکلي: «دا څه چې روان دي، د بښلو وړ نه دي! څنګه مسؤولې رسنۍ کولای شي د هغه کس په اړه درواغجن خبر خپور کړي چې د درملنې لاندې دی او ښه کېږي؟ دا کار بېاحترامي او غیرمسؤلانه دی. مهرباني وکړئ د کورنۍ د محرمیت حق ته درناوی وکړئ.»
درمندرا، د بالیووډ یو وتلی هنرمند، له اوږدې ناروغۍ وروسته روغتون ته انتقال شوی، خو د کورنۍ په وینا یې تر درملنې لاندې دی او د ښه کېدلو په درشل کې دی.
