د افغانستان د ملي دفاع پخوانی وزیر او د ولسمشر مرستیال ستر جنرال محمد رفیع د یکشنبې په ورځ (د نومبر ۹مه) د ۸۲ کلونو په عمر د ورپېښې ناروغۍ له امله په جرمني کې وفات شو.
ستر جنرال رفیع په ۱۳۲۲ لمریز کال د کابل ولایت، په پغمان ولسوالۍ کې زېږېدلی و و. لومړنۍ او منځنۍ زدهکړې یې په حبیبه لېسه او لوړې پوځي زدهکړې یې په حربي پوهنتون کې بشپړې کړې وې، او وروسته یې نورې پوځي زدهکړې په شوروي اتحاد کې ترسره کړې وې.
نوموړي په ۱۳۵۲ کال کې د محمد داود خان په کودتا کې برخه لرله او وروسته د څلورمې زغرهوالې فرقې مشر وټاکل شو. د ۱۳۵۷ کال د اپرېل تر سیاسي بدلون وروسته هغه د ټولګټو چارو وزیر شو، خو درې میاشتې وروسته د حفیظالله امین په امر ونیول شو او د څرخي پله زندان ته واستول شو.
د ۱۳۵۸ کال د ببرک کارمل د حکومت له راتګ وروسته، ستر جنرال رفیع له بند څخه آزاد او د دفاع وزیر وټاکل شو. هغه د خلق دیموکراتیک ګوند د پرچم ډلې یو فعال غړی و او د ډاکتر نجیب الله د واکمنۍ پر مهال یې د ولسمشر د مرستیال او د دفاع وزیر په توګه دندې ترسره کړې. ویل کېږي چې د ده په هڅو د افغانستان پوځ د هغه وخت له پیاوړو ځواکونو څخه و.
له شوروي ځواکونو تر وتلو وروسته، ښاغلی رفیع د ډاکتر نجیب الله د ملي پخلاينې او د خپلواکې دفاع ملاتړ کوونکی پاتې شو. د مجاهدینو له واکمنېدو وروسته له هېواد ووت او په وروستیو کلونو کې یې په جرمني کې ژوند کولو.
د ستر جنرال محمد رفیع مړینه د افغانستان د معاصر پوځي تاریخ لپاره د یوې مهمې څېرې له لاسه ورکول بلل کېږي.
