کډوالي

د تهران په ښوونځیو کې د افغان زده‌کوونکو د ثبت‌نام نوې تګلاره اعلان شوه

انځور – ایران کې افغان زده کوونکي

د تهران د پوهنې ریاست د عامه اړیکو څانګې خبر ورکړی چې د بهرنیو اتباعو د زده‌کوونکو د ثبت‌نام تګلاره بدله او ښوونځیو ته ابلاغ شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې، دا بدلون د ایران اسلامي جمهوریت د عمومي پالیسیو، د دولتي تګلارې او نافذه قوانینو په رڼا کې د زده‌کړې د پوښښ د پراخېدو او د له زده‌کړې پاتې ماشومانو د شمېر د کمېدو په موخه شوی دی.

د نوې تګلارې له مخې، هغه افغان زده‌کوونکي چې د ۱۴۰۴–۱۴۰۵ تعلیمي کال لپاره یې د زده‌کړې معرفت‌نامه نه ده ترلاسه کړې او ثبت‌نام یې نه‌دی شوی، کولای شي که د لاندې شرایطو څخه یو ولري، نږدې ښوونځي ته چې ظرفیت ولري، ورشي او ثبت‌نام وکړي:

  • زده‌کوونکي چې تېر کال په ایران کې ښوونځي ته تللي وي؛
  • زده‌کوونکي چې یو ورور یا خور یې په روان کال کې ښوونځي ته تللي وي؛
  • زده‌کوونکي چې د سرشمېرنې پاڼه ولري او د اقامت پاڼه یې ترلاسه کړې وي.

د ښوونځیو مدیران مکلف دي چې د دې لارښود له مخې د دغو زده‌کوونکو ثبت‌نام ژر ترسره کړي او د هغوی لپاره د درسي ټولګیو زمینه برابره کړي.

همدارنګه د زده‌کوونکو له والدینو غوښتنه شوې چې ژر تر ژره د خپل ماشوم د موقتي اقامت کارت (د زده‌کوونکو لپاره ځانګړی کارت) او د رسمي زده‌کړې معرفت‌نامې د ترلاسه کولو په موخه د بهرنیو اتباعو او مهاجرینو چارو ادارې ته مراجعه وکړي او اړوند اسناد ښوونځي ته وسپاري.

Top of Form

Bottom of Form