د طالبانو ویاند وايي، چې د دوی او د پاکستان ترمنځ خبرې د پاکستان د پوځ او استخباراتو د «ځينو ځانګړو کړیو» د لاسوهنې له امله درېدلي دي.
ذبیحالله مجاهد ټینګار کړی، چې دا کړۍ هڅه کوي، څو د طالبانو او پاکستان اړیکې ترینګلې کړي.
بل لور ته، د پاکستان د دفاع وزیر خبرداری ورکړی چې د راتلونکو پړاوونو د خبرو ترسره کېدو ته کومه هيله نه شته.
