افغانستان امنیت

پاکستان: د استانبول خبرو موخه د ترهګرۍ ختمول او د باور وړ څار میکانېزم جوړول دي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د طالبانو له استازو سره په استانبول کې روان مذاکرات د ترهګرۍ د پای ته رسولو او د شوو ژمنو د څارنې یو باوري سیستم د رامنځته کولو په هدف ترسره کېږي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر حسین اندرابي ویلي، پاکستان د دې مذاکراتو منځګړیو هېوادونو ترکیې او قطر ته اسنادو او شواهدو پر بنسټ راپور سپارلی، چې پکې د هغو ډلو د فعالیتونو اسناد شامل دي، چې په وینا یې له افغانستان څخه د پاکستان پر ضد بریدونه کوي.

هغه زیاته کړه، د دې خبرو منځګړیو د پاکستان دریځ تایید کړی او د دې هېواد غوښتنې یې پر ځای بللې دي.

دغه خبرې چې د استانبول په یو هوټل کې د تړلو دروازو تر شا روانې دي، د دواړو لورو درېیم پړاو دی.
په دې پړاو کې د دواړو هېوادونو د استخباراتي ادارو مشران ګډون لري.

پاکستان له طالبانو غوښتي، چې له تحریک طالبان پاکستان (TTP) سره اړیکې پرې کړي او د هغو وسلوالو پر ضد اقدام وکړي، چې له افغانستان د پاکستان پر ضد فعالیت کوي.

دواړو لورو تر دې مخکې د چمن – سپین بولدک اړوند د څو ورځنیو نښتو وروسته د ترکیې او قطر په منځګړیتوب ۴۸ ساعته اوربند کړی و.