افغانستان کډوالي

د ایران او هالنډ چارواکو د افغان کډوالو د بشري ستونزو حل په اړه خبرې کړي

د ایران د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران او هالنډ چارواکو د جمعې په ورځ (د لړم ۱۶مه) په تهران کې د افغان کډوالو د وضعیت او ملاتړ په اړه ګډه ناسته کړې ده.

په دې ناسته کې، د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو اتباعو او کډوالو چارو رئیس نادر یاراحمدي او منځني ختیځ او شمالي افریقا لپاره د هالنډ د بهرنیو چارو وزارت مسوولې گوسیه کرتهالس او تهران کې د هالنډ سفیر امیل دوبونت، ګډون کړی و.

یاراحمدي د غونډې پر مهال د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره د نړیوالو همکاريو پر اړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي «داسې غونډې کولای شي د کډوالو د بشري ستونزو په حل کې مرسته وکړي.»

نوموړي زیاته کړه، چې د نړیوالو لازم ملاتړ نشتوالی، د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړو او له دې کبله د ناقانونه تګ راتګ زیاتېدو له امله، د کډوالو وضعیت لا پېچلی شوی دی.

د هغه په وینا، د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو طرحه د ایران د خلکو له جدي غوښتنو څخه ده، خو د دې کار لپاره د نړیوالو بنسټونو همکاري اړینه ده.

په همدې ناسته کې د هالنډ استازې، گوسیه کرتهالس، وویل:

«موږ د افغان کډوالو برخه کې د ایران ښه کوربتوب او فشارونو څخه خبر یو، او چمتو یو چې له سیاسي اختلافونو هاخوا د بشري ستونزو په حل کې مرسته وکړو.»

هغې زیاته کړه، چې نړیوال بنسټونه باید له ایران سره پراخ ملاتړ وکړي، څو دغه هېواد د کډوالو زیاتوالي له ډېروفشارونو سره مخ نشي.

د ملګرو ملتونو د وروستي راپور له مخې، د روان کال له پیل راهیسې له ایران څخه له دوو میلیونو زیات افغانان بېرته ستانه شوي، او د ۲۰۲۵ کال تر دې دمه د ایران او پاکستان له لارې د بېرته ستنېدونکو ټولیز شمېر ۲.۷ میلیونو ته رسېږي.

ملګري ملتونه وايي، له دې جملې څخه له ۶۰ سلنې ډېر کسان په جبري ډول ستانه شوي، او د ۲۰۲۵ تر جولای میاشت د نږدې ۴۶۰ زرو اخراج شویو کسانو په ثبت سره، د کډوالو بېرته ستندیو برخه کې د تېرو دریو کلونو تر ټولو لوړ میاشتنی ریکارډ جوړ کړی دی.