ورزش

افغانستان د «هانګ کانګ شپږیزې» سیالیو کې نیپال ته په ۱۹ منډو ماتې ورکړه

افغان لوبډلې د هانګ کانګ د نړیوالو شپږیزو سیالیو په لومړۍ لوبه کې نیپال ته په ۱۹ منډو ماتې ورکړه.اف

لوبه د جمعې په ورځ د «مېشن روډ» په لوبغالي کې ترسره شوه. افغانستان د پچې له ګټلو وروسته توپ وهنه وکړه او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۱۱۳ منډې جوړې کړې.

د نیپال لوبډلې په ځواب کې ۹۵ منډې وکړې او یوازې دوه لوبغاړي یې وسوځېدل. د نیپال پیل‌کوونکي لوبغاړي سندیپ جورا په زړه‌راښکونکې لوبه کې په ۱۴ توپونو ۵۳ منډې وکړې، چې یوه څلوریزه او اته شپږیزې یې پکې شاملې وې، خو وروسته له ټپي کېدو یې لوبه پرېښوده.

د افغانستان له لوري کریم جنت ۳۵ منډې، فرمان‌الله ۳۰ ناسوځېدلې منډې، کپتان ګلبدین نایب ۲۲ او صدیق‌الله پاچا ۱۳ منډې وکړې.

په توپ اچونه کې د افغانستان لپاره فرمان‌الله او اعجاز احمد یو ـ یو لوبغاړی وسوځولو، خو د نیپال توپ اچوونکي راشد خان د دوو اورونو په ترڅ کې څلور لوبغاړي وسوځول.

افغانستان د دغې بریا سره د سیالیو په لومړیو پړاوونو کې خپل دریځ پیاوړی کړ او تمه ده چې په راتلونکو لوبو کې هم ښه کارکردګي ولري.