په ننګرهار ولايت کې د حصارک ولسوالۍ له مرکز څخه د سروبي ولسوالۍ تر تيزين سيمې پورې د ۴۴ کيلومتره اوږد سړک د جوړولو اشر پيل شوی دی.
د معلوماتو له مخې، دا سړک چې ۷ متره پراخوالی لري، چې د ننګرهار د سيمې د شتمنو وګړو په ونډه او د خلکو په خپله کاري همکارۍ جوړېږي.
ځايي اوسېدونکي وايي، د دغه سړک جوړېدل به د خلکو د تګ راتګ او سوداګرۍ اسانتياوو ته وده ورکړي. هغوی له چارواکو غوښتنه وکړه چې د دې پروژې تر بشپړېدو وروسته، د سړک د قیرکاري ترڅنګ د شېرزادو او حصارک ترمنځ د نښلونکو لارو د جوړولو چارې هم پيل کړي.
