Uncategorized @ps افغانستان سیاست

په دیجیتال زمانه کې، د سیاسي حقوقو په وړاندې ننګونۍ

د کابل پوهنتون پخوانی استاد پوهاند نصرالله ستانکزی

  سیاسي حقوق د هغو اصولو او قواعدو مجموعه ده چې د هغو له مخې یو کس یا په ټوله کې خلک په سیاسي حاکمیت کې ور گډیږي .

  سیاسي حقوق چې د دموکراسې اساس گڼل کیږي او د دموکراتیکو ارزښتونو حقوقي بنسټ گڼل کیږی ؛ د هغه له برکته دغه پایلې د فرد او ټولنې له پاره را برسیره کیږي :

 دولتونه ځواب ویونکې وي ، د فساد مخه نیول کیږی ، خلک له خپل برخلیک څخه خبریږي ، خلک په سیاسي قدرت کې گډون کوي ، د استبداد مخه نیول کیږي او په ټولنه کې ټولنیز عدالت خپلۍ ریښې ځغلوي .

   په معاصره زمانه کې د فرانسۍ له ستر انقلاب ( ۱۷۸۹) څخه وروسته سیاسي حقوق دا لاندنې پړاونه تر شا کړي دي :

    لومړی پړاو – نولسمه پیړې : په  دغه پیړی کې په ټوله کې په اروپا کې اساسی قوانین رامنځ ته شول ؛ د خلکو اساسی حقوق له هغه جملې څخه د خلکو سیاسي حقوق د هیوادونو په کچه په رسمیت وپیژندل شول ؛

    دویم پړاو -شلمه پیړې : په دی پیړې کې اساسی حقوق په نړیوالو حقوقي اصولو او قواعدو کې مسجل شول لکه دملتونو د ټولنې په منشور کی (۱۹۱۹ ) ، د ملگروملتونو په منشور کې (۱۹۴۵ ) او دبشری حقونو په نړیوالو اسنادو لکه د بشر د حقوقو نړیواله اعلامیه ( ۱۹۴۸ ) او د مدني سیاسي حقوقو په کنوانسیون (۱۹۶۶ )کې ؛ 

   دریم پړاو – د شلمې پیړې په وروستیو لسیزو کې : دا یو پرمختللې پړاو دی ؛ په دی مانا چې نور نو په دغو حقوقو کې د اقلیتونو حقوق ، د ښځو حقوق ، د چاپیریال ساتنۍ اړوند حقوق ؛ د نړی په ټولو هیوادونو کې سیاسي حقوق د یوه نه انکار منونکې حقوقو په توگه وپیژندل شول او نړیوال حقوقي ضمانتونه یي هم وموندل ؛ او

  څلرم پړاو – د دیجیتال زمانه : د دیجیتال د رامنځ ته کیدو‌ او د دیجیتالې حقوقو د مفاهیمو د رامنځ ته کیدو سره ؛ د بشر په سیاسي حقوقو کې هم لوی بدلونه رامنځ ته شول ، په دی مانا چې د دیجیتالي اسانتیاو له برکته د خلکو سیاسي گډون او فعالیتونو چټکه پراختیا ومونده ، بل دا چې دولتونه او پارلمانونه د خلکو په وړاندې ځواب ورکونکې شول ؛ بل دا چې دا په خپله د سیاسي حقوقو په اړوندموضوعاتو‌کې تر ډیره بریده شفافیت رامنځ ته شو  ؛ او داچې د دیجیتال له برکته د خلکو سیاسي پوهاوې لوړیږی او د خلکو د سیاسي پوهې کچه پراختیا مومي .

   خو د دغو ټولو لاسته راوړنو تر څنگ په خواشینۍ سره دا هم یو حقیقت دی چې دیجیتالې فضا د سیاسي حقوقو په وړاندي نوي ننگونۍ هم رامنځ ته کړی ؛ چې سترې ننگونۍ یي دا دي :

   – څارنه او کنترول : د دیجیتال په مټ دولتونه او اړونده شرکتونه د خلکو اطلاعاتو او معلوماتو ته لاس رسي پیدا کولای شي او د دی تر څنگ چې د افرادو خصوصي حریم ماتیږي ؛ ښایي ځینې مستبد دولتونه د دغو اطلاعاتو په لاس ته راوړولو سره خپل مخالفین وځوروي ؛

 – د نفرت او جعلې معلوماتو خپرول : ښايي د ناسمو معلوماتو‌ او جعلي خبرو ( Fake News ) په خپرولو سره د دموکراتیکو بنسټونو په وړاندي بی اعتباری رامنځ ته کړی ؛ چې دا په خپله په یوه ټولنه کې دموکراتیکو ارزښتونو ته ستر زیان گڼل کیدای شي ؛

  – د ټولو خلکو نا برابره لاس رسې دیجیتال ته : دټولو وگړو دیجیتال نه برابره لاس رسې ؛ یو ډول ټولنیز توپیر رامنځ ته کولې شي ؛ چې دا بیا په خپله په ټولنه کې سیاسي واټن رامنځ ته کوي ، او ښایي د سیاسي گډوډیو لامل شي . او

 – سایبري یرغلونه : داسي هم شوي چي ځینې دموکراتیکې پروسې لکه ټاکنې تر سایبري یرغل لاندي راشي ، چې دا اعمال د دي تر څنگ چې په پروسه کې گډوډي رامنځ ته کړی او اند د هغو اعتبار ته زیان ورسوی.

پوهاند نصرالله ستانکزي د مخکیني جمهوریت پر مهال د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځي د استادي ترڅنګ په یوشمیر نورو مهمو حکومتي موقفونو کې هم کار کړی دی.

د هغو مقالو منځپانګه چې د آمو وېب‌سایټ د لیدلوري په برخه کې خپرېږي، مسوولیت یې لیکوال ته ورګرځي.