فرهنګ او هنر

کندهار کې يوې کونډې ښځې د جامو جوړولو مرکز جوړ کړی

د لاسي جامو جوړولو دغه مرکز د کندهار د پنځمې ناحيې اړوند ښوراندام سيمه کې په يوه شخصي کور کې جوړ شوی دی.

دغه مرکز د روزيې همراز په نوم يوې کونډې مېرمنې رامنځته کړی او پکې پنځلسو داسې مېرمنو ته د کار کولو زمينه برابره شوې، چې د خپلو کورنیو سرپرستي پرغاړه لري.

د مرکز مشره روزيه همراز وایي دغه مرکز يې په خپل شخصي لګښت جوړ کړی، چې دا او نوري مېرمني ترې په مياشتیني ډول پوره عاید ترلاسه کوي.

اغلې همراز وایي که دولت او ياهم مرستندويه بنسټونه ورسره مرسته وکړي، نو ګڼو نورو مېرمنو ته هم د کار کولو زمينه برابرولای شي.

هغه وایي: «دغه مرکز مې په خپل شخصي لګښت په ډېرې خوارۍ جوړ کړی او که دولت راسره همکاري وکړي، نو زه کولای شم، چي يو شمېر نورو مېرمنو ته هم د کار کولو زمينه برابره کړم.»

په دې مرکز کې افغاني جامې، د ګلشنیر کار، خياطي او د مريو اوبدلو ترڅنګ مېرمنو ته د يادو حرفو زده‌کړي هم ورکول کیږي.

د  شهلا په نوم د دغه مرکز کارکوونکې مېرمن، چې د خپلو کورنۍ سرپرسته ده وایي، لاسي توليدات يې په کندهار کې ښه بازار لري.

هغه وایي: «موږ خپل ټول توليدات په کندهار کې پلورو او کله ناکله دلته هم هټیوال راځي او له موږ څخه توکي پېرې.»

په کندهار ولایت کې د مېرمنو له لوري جوړو شويو کار لسګونو هغو مېرمنو ته د کار کولو زمينه برابره کړې، چې کونډي، بېوزله او يا يې هم د کورنۍ غړي پر نشه یې توکو روږدي دي.