د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۴ د لړم ۱۲ – د ۸ بجو خبرونه

د هېواد په شمال کې د زورورې زلزلې له امله، شلو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت شمېرې ښیي، چې په دغه زلزله کې تر اوسه ۵۳۴ تنه نور ټپیان شوې دي او د دې وزارت په خبره، د ټپیانو دغه شمېره وروستۍ نه ده او ښایي د تلفاتو شمېر نور هم لوړ شي.

له بلې خوا، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په دغه زلزله کې د مړو شویو کسانو شمېر ۱۷ تنه ښیي او وایي چې د تلفاتو دغه شمېره وروستۍ نه ده.

نن سهار مهال، د ۶،۳ ریشتر کچې زلزلې د هېواد یو شمېر سیمې ولړزولې.