Uncategorized @ps رسنۍ

«نی په تبعید کې» له هیوادونو وغوښتل چې د طالبانو استازو ته د سفر اجازه ور نه کړي

File photo.

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ «نی په تبعید کې» د نومبر په دویمه، چې د «د خبریالانو پر ضد د جرمونو د معافیت د ختمېدو نړیواله ورځ» ده، په مناسبت له ټولو هغو هېوادونو وغوښتل چې د بشري حقونو نړیواله اعلامیه یې لاسلیک کړې، ترڅو د طالبانو د استازو ازاد سفرونه بند کړي.

دغه بنسټ په خپله اعلامیه کې ویلي، طالبانو په تېرو ۲۴ کلونو کې د افغانستان د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې تر ټولو ډېر تاوتریخوالی ترسره کړی دی. د نی په وینا، د طالبانو له لوري له ۱۷۰ څخه د زیاتو خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو وژنه ثبت شوې، او دغه راز یاده ډله د ازادو رسنیو د بشپړ ړنګېدلو مسؤلیت هم پر غاړه لري.

«نی په تبعید کې» زیاتوي چې سره له دغو ټولو جنایتونو، د طالبانو مشران او استازي په آسیا، اروپا او افریقا کې په ازاد ډول سفرونه کوي، په داسې حال کې چې ډېری یې د ملګرو ملتونو او ګڼو هېوادونو په تور لېستونو کې شامل دي.

د اعلامیې له مخې، طالبان نه یوازې د بیان او مطبوعاتو د آزادۍ بنسټونه له منځه وړي، بلکې د تېرو دوو لسیزو په اوږدو کې یې نږدې ۲ زره پېښې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي، وژنو، تښتونو، بندونو او رواني ځورونو په نوم ثبت شوي دي.

«نی په تبعید کې» ټینګار کړی چې هېڅ یو طالب مشر یا استازی – که هغه د دوی د کابینې نوماند وزیر وي او که بل چارواکی – باید د نړۍ هېڅ هېواد ته د سفر اجازه ترلاسه نه کړي. دغه بنسټ له ټولو هېوادونو غوښتي چې د طالبانو استازو ته ویزې نه ورکوي او د هغوی د سفر مخه ونیسي.

په اعلامیه کې راغلي، دا ډول اقدام به یو عملي پیغام وي هغو کسانو او حکومتونو ته چې د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی عادي ګڼي او د جرمونو په وړاندې د معافیت فرهنګ ته وده ورکوي.