افغانستان کډوالي

پاکستان په یوه ورځ نږدې اته زره افغان کډوال ایستلي دي

د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو عالي کمېسیون وايي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۷،۹۱۳ افغان مهاجرین له پاکستان او ۸۵ نور له ایران څخه د اجباري یا داوطلبانه بېرته ستنېدو په ډول افغانستان ته راستانه شوي دي.

د دې کمېسیون په وینا، یاد کسان د سپین بولدک، اسلام‌قلعه او پل ابریشم له لارو هېواد ته داخل شوي دي.

سرچینې زیاتوي، چې یوازې یوه ورځ مخکې، یعنې د جمعې په ورځ (۹ عقرب)، هم ۷،۹۴۵ افغان مهاجرین د پاکستان له خاورې اخراج شوي وو، چې دا د هغو پراخو اخراجونو دوام دی چې د پاکستان حکومت یې د «غیر قانوني کډوالو د ایستلو» په نوم پیل کړي دي.

د پاکستان حکومت د ۲۰۲۵ کال له اکتوبر میاشتې راهیسې د هغو ټولو بهرنیو وګړو د ایستلو لړۍ چټکه کړې، چې د قانوني اسنادو (لکه ویزې یا د مهاجرت کارتونه) پرته په دغه هېواد کې اوسېږي.
په دې ډله کې د میلیونونو افغان کډوالو برخلیک تر ټولو ډېر اغېزمن شوی، ځکه ګڼ شمېر یې له کلونو راهیسې په پاکستان کې مېشت وو او اوس د بې‌سرپناه له جدي ستونزو سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او ګڼو بشري سازمانونو خبرداری ورکړی، چې د افغان کډوالو دا ناڅاپي او جبري ایستنه به د بشري ناورین لامل شي، ځکه افغانستان لا هم له اقتصادي بحران، وچکالۍ او امنیتي ننګونو سره لاس او ګرېوان دی.

په ورته وخت کې، د ایران له لوري هم د افغان کډوالو بېرته استول دوام لري، خو د پاکستان په پرتله یې شمېر لږ دی.

د طالبانو د حکومت چارواکي وايي، چې هڅې کوي د بېرته راستنېدونکو لپاره لنډمهالي کمپونه او د بشري مرستو پروګرامونه تنظیم کړي، خو د امکاناتو کمښت لا هم جدي خنډ ګڼل کېږي.