د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد وایي، پاکستان له طالبانو غواړي، چې د ټيټيپي د بریدونو مخه باید د دوی په خاوره کې ونیسي؛ هغه غوښتنه چې په خبره یې د طالبانو له اختیاره، ډېره لوړه ده.
مجاهد له یوې پاکستانۍ رسنۍ سره په مرکه کې پر دې هم ټینګار کړی، چې د ډیورند فرضي کرښې په اوږدو کې یو شمېر سیمې ډېرې غرنۍ دي او د دغو سیمو مدیریت او کنټرول لوړ لګښت ته اړتیا لري.
بل لور ته، د پاکستان د دفاع وزیر له یوې بلې پاکستانۍ رسنۍ سره په مرکه کې یو ځل بیا خبرداری ورکړی، چې دوی د ټيټيپي بریدونه نور نه شي زغملای.
د پاکستان دغه چارواکي ادعا کړې، چې د طالبانو پلاوي د استانبول په مذاکراتو کې، د ټيټيپي د انتقال په موخه له اسلامآباد څخه د لس میلیارده پاکستاني روپیو چې د ۳۵ میلیونه ډالرو معادل دی، غوښتنه کړې ده.
