د «افغان ښځینه» فوټبال لوبډلې بېرته را ګرځېدل بشري بریا ده
د بشري حقونو د څار سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي چې له څلور کلن ځنډ وروسته د مراکش په سیالیو کې د افغانستان د ښځو د فوټبال د ملي لوبډلې بېرته راګرځېدل د بشري حقونو یوه مهمه لاستهراوړنه ده.
په اعلامیه کې راغلي دي: «کله چې د افغانستان د ښځو فوټبال پخوانۍ ملي لوبډله، چې اوس د افغان ښځو اتحاد په نوم پېژندل کېږي، روانه اوونۍ په مراکش کې د څلور کلنې وقفې وروسته میدان ته راووتله، هغوی یوازې یوه لوبه ونهکړه؛ بلکې هغوی له تبعیده، له محرومیت او له هغه سیسټم څخه چې غوښتل یې هغوی له صحنې وباسي، بېرته راستانه شوې دي.»
دغه سازمان ویلي، له هغې وروسته چې طالبان د ښځو او نجونو ټول ورزشي فعالیتونه بند کړل خو، اوس د افغان ښځینه فوټباللوبغاړو بېرته سیالیو ته را ستنېدل د بشري حقونو لپاره یوه ریښتینې بریا ده.
په دې اعلامیه کې زیاته شوې ده چې د افغانستان د ښځو د فوټبال لوبغاړې اړې شوې وې له هېواده ووځي او په بهرنیو هېوادونو کې د کډوالو په توګه د خپل ژوند نوې لاره جوړه کړي.
هغوی خپله لوبډله له سره جوړه کړه، په داسې حال کې چې د خپلو پخوانیو ملګرو هیلې او خوبونه یې له ځان سره وړل، هغه ملګري چې په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې له سختو محدودیتونو سره مخ دي.
د «ورزش او حقونو اتحادیې» او «د بشري حقونو د څار» سازمانونو راپور کې د پوښتنې په ډول ویلي چې د فیفا لهخوا «ولې» د افغانستان د ښځو د فوټبال د لوبډلې نهمنل، د طالبانو «محدودیتونو تګلارې» له افغانستان څخه بهر هم وغځولې او د افغان ښځینه ورزشکارانو د سیالیو حق یې آن د هېواد له پولې بهر هم ترې واخیست.
خو د څلورو کلونو دوامدارو هڅو وروسته، د لوبغاړو ژمنتیا او مقاومت فیفا دې ته اړ کړه چې دې لوبډلې ته د ګډون اجازه ورکړي.
فاطمه فولادي، چې مخکې یې د افغانستان د نجونو د ۱۵ کلنو او ۱۹ کلنو په ملي لوبډلو کې لوبه کړې، ویلي دي: «د خپل هېواد لپاره لوبې کول هغه لاره ده چې زه پرې کولی شم د افغانستان له نجونو ملاتړ وکړم. زما هیله دا ده چې یو ځل بیا له خپلو پخوانیو ملګرو سره، چې اوس له نړۍ بېلابېلو برخو څخه راټولې شوې دي، یوځای شم، یوځای لوبه وکړو او هغه فوټبالي خوبونه چې په خپل وطن کې مو درلودل، بېرته راژوندي کړو.»
فیفا تر اوسه په رسمي توګه د افغانستان د ښځو د فوټبال لوبغاړې د ملي لوبډلې په توګه نهدي منلې، خو د بشري حقونو د څار سازمان وایي چې فیفا باید دا کار وکړي.
دغه سازمان ټینګار کړی: «فیفا او نور ورزشي فدراسیونونه، په ځانګړي ډول د نړیوال کرېکټ شورا، باید د افغان ښځینه ورزشکارانو تر څنګ ودرېږي، نه د هغو کسانو تر څنګ چې غواړي هغوی له ورزشي ډګر څخه لرې کړي.»
په اعلامیه کې دغه راز ویل شوي چې د افغانستان د ښځو د فوټبال د لوبډلې بېرته جوړېدل او سیالیو ته ستنېدل، د افغانستان د راتلونکو ښځینه نسلونو لپاره دا هیله زېږوي چې دوی هم وکولی شي خپل حقونه نه یوازې په ورزش، بلکې د ژوند په ټولو برخو کې ترلاسه کړي.
