د پاکستان د دفاع وزیر یو ځل بیا خبرداری ورکړی، چې طالبان یوه «جدي ځواب» ته اړتیا لري. نوموړي ادعا کړې، چې طالبانو د ټيټيپي حضور منلی، خو په هوکړه کې د دغې موضوع د منلو له لاسلیکه ډډه کوي.
د پاکستان د دفاع وزیر څرګندونې داسې مهال دي، چې یوه لوړپوړي طالب چارواکي آمو ته په خبرو کې، د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اختلافاتو د حل په موخه، د استانبول د خبرو له احتمالي دوامه خبر ورکړی دی.
بل لور ته، ملګرو ملتونو د دواړو لوریو ترمنځ د کړکېچ له زیاتېدو اندېښنه ښودلې او د زغم غوښتنه یې کړې ده.
