ورزش

د ۱۷ کلونو فوټسال ملي لوبډله نن د آسیايي ځوانانو د اتلولۍ پایلوبه کې له ایران سره مخامخېږي

د افغانستان له ۱۷ کلونو څخه کم عمره د فوټسال ملي لوبډله نن د ۲۰۲۵ کال د آسیايي ځوانانو د اتلولۍ په پایلوبه کې د ایران ملي لوبډلې پر وړاندې ډګر ته ښکته کېږي. دا سیالۍ به نن شپه د کابل پر وخت د ماښام په ۸:۳۰ بجو د بحرین په کوربه‌توب ترسره شي.

افغان لوبډلې په نیمه‌پړاو کې د تايلنډ پر وړاندې په څرګند توپير ۹-۱ بری ترلاسه کړی او پایلوبې ته يې لاره موندلې ده. له بلې خوا، د ایران ملي لوبډلې د ازبکستان پر وړاندې ۱۴-۲ بریا ترلاسه کړې او د اتلولۍ پړاو ته رسېدلې ده.

تر اوسه د دې سیالیو په څلورو لوبو کې، د ایران لوبډلې ۳۶ ګولونه وهلي او ۶ ګولونه یې منلي، په داسې حال کې چې د افغانستان لوبډلې ۳۰ ګولونه وهلي او یوازې ۴ ګولونه یې منلي دي.

پایلوبه د دواړو لوبډلو تر منځ د سخت رقابت تمه راپورته کړې، ځکه دواړه لوبډلې د دې سیالیو له پیاوړو سیالانو ګڼل کېږي.