کډوالي

پاکستان او ایران په یوه ورځ کې له ۶۰۰۰ زیات افغان کډوال په جبري توګه ایستلي

د طالبانو د کډوالو چارو کمېسیون د د تازه راپور له مخې، د چهارشنبې په ورځ، (د ۱۴۰۴ هـ ل د لړم ۷مه)، د پاکستان او ایران له لوري ټول ۶۴۶۲ افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته راستانه شوي دي.

راپور ښيي چې یوازې د کندهار د سپین‌بولدک له لارې ۹۵۱ کورنۍ، چې ۵۰۰۵ تنه کېږي، هېواد ته داخلې شوې دي. همدارنګه د هلمند له بهرامچې څخه ۱۵۰ کورنۍ (۸۵۰ تنه)، د هرات له اسلام‌کلا څخه ۷۶ کورنۍ (۴۳۵ تنه) او د نیمروز له ورېښمو لارې څخه ۴۳ کورنۍ (۱۷۲ تنه) راستانه شوې دي.

د راپور له مخې، ټولو راستنېدونکو ته د ثبت، لېږد، بیړنیو مالي مرستو، روغتیايي خدمتونو او مخابراتي اسانتیاوو چارې ترسره شوې دي. د طالبانو د ادعا له مخې د ثبت شوو کورنیو شمېر ۱۲۲۰ او د لېږد شوو کورنیو شمېر ۱۴۵۲ ته رسېږي. له ۱۴۱۲ کورنیو سره مالي مرسته شوې او ۱۰۸۰ سیمکارتونه هم وېشل شوي دي.

د یاد کمېسیون مسوولین وایي، دا کډوال د دواړو ګاونډیو هېوادونو له لوري په اجباري ډول راستانه شوي، او د هغوی د اسکان او لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره هڅې روانې دي.

پاکستان په وروستیو اوونیو کې د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو بهیر لا چټک کړی دی. د پاکستان حکومت اعلان کړی چې هغه افغانان به له هېواده وباسي، چې قانوني اسناد نه لري، خو د بشري حقونو او کډوالو د ملاتړ بنسټونه وایي، دغه اقدام زرګونه هغه افغانان اغېزمن کړي چې د جګړو او سیاسي بدامنۍ له امله یې پناه اخیستې وه.

په ورته وخت کې، ایران هم د افغان کډوالو د اجباري ایستلو پروسه روانه ساتلې، چې له امله یې هره ورځ سلګونه کورنۍ له سختو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخ کېږي. د شنونکو په باور، د کډوالو دا دوامداره شړل به د افغانستان د بشري وضعیت لا پسې خرابېدو او د بیوزلۍ د زیاتېدو لامل شي.