د افغانستان د جوجیتسو ملي لوبغاړی، عبدالرزاق کوهي وتوانېد چې خپل بحرینی سیال مات کړي او د دغه څانګې د سیالیو راتلونکي پړاو ته لار ومومي.
دا سیالي د ځوانانو د اسیایي لوبو په چوکاټ کې نن (چهارشنبې، د لړم په ۷مه) ترسره شوه.
هغه په ۵۶ کیلوګرامه وزن کې له بحریني سیال سره مخ شو او د سیالیو راتلونکي پړاو کې د ګډون جواز یې ترلاسه کړ.
له بلې خوا د هېواد د جوجیتسو ملي لوبډلې بل لوبغاړي، هادي رضايي، په ۶۲ کیلوګرامه وزن کې خپل کویټي سیال ته ماتې ورکړه.
دا د ځوانانو اسیایي لوبو درېیم پړاو دی چې له تېرې اوونۍ راهیسې د بحرین پلازمېنه، منامه ښار کې، ترسره کېږي.
د یادولو وړ ده چې په دغو معتبرو اسیایي سیالیو کې د هېواد لوبغاړو په اماماې او کورش څانګو کې یوه د سپینو زرو او درې د برنزو مډالونه ترلاسه کړي دي.
