په ترکیه کې د طالبانو او پاکستان تر منځ د خبرو اترو دویم پړاو له بنبست سره مخ شوی، او داسې احتمال شته چې دا خبرې ودرېږي.
د طالبانو یو جګپوړی چارواکی آمو ته وایي چې اسلام آباد له طالبانو غواړي چې د افغانستان په خاوره کې د تحریک طالبان پاکستان ډلې د غړو پر وړاندې پوځي اقدام وکړي او په پاکستان کې د دوی د بریدونو مخه ونیسي.
خو طالبانو دا غوښتنه رد کړې او ټینګار یې کړی چې دوی د دې ډلې استازي نه دي.
پاکستان تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دې ویلي.
