د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د یو پلاوي په مشرۍ سعودي عربستان ته تللی دی.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دا سفر د سعودي عربستان په رسمي بلنه ترسره شوی او موخه یې «د دواړو لورو ترمنځ د روغتیايي همکاریو پیاوړتیا، همغږي، د تجربو تبادله او ګډې هڅې» دي.
د خبرپاڼې له مخې، ټاکل شوې چې جلالي په دې سفر کې د سعودي عربستان د روغتیا له وزیر، د بېل ګیټس بنسټ له استازو، د ایمرو موسسې له مسوولانو او د ملک سلمان خیریه بنسټ له استازو سره په جلا جلا توګه کتنې وکړي.
د عامې روغتیا وزارت زیاته کړې چې نور جلال جلالي به همدارنګه په اتم نړۍوال روغتیايي نندارتون کې ګډون وکړي چې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو د روغتیا سکټور متخصصینو او د نړۍوالو سازمانونو استازو په ګډون په سعودي عربستان کې جوړېږي.
دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې د ځینو هېوادونو د روغتیا په برخه کې مرستې کمې یا بندې شوې دي.
همدارنګه، د طالبانو له خوا پر نجونو د پوهنتونونو او طبي سکتور په زدهکړو لګول شوي محدودیتونه هم په هېواد کې روغتیايي خدمتونه اغېزمن کړي دي.
