په ترکیې کې د طالبانو او پاکستاني پلاوي ترمنځ د خبرو اترو بهیر، درېیمې ورځې ته وغځېده.
د طالبانو تر ادارې لاندې ملي ټلوېزیون اعلان کړی، چې افغانستان او پاکستان په ګډه د څو مسایلو په سر هوکړه کړې او ټاکل شوې چې د دوشنبې ورځې تر پایه پورې به ګډه اعلامیه هم خپره شي.
بل لور ته، د طالبانو ویاند ویلي، چې دوی د خبرو اترو له لارې د ستونزو د حل په لټه کې دي.
خو د پاکستان ډان ورځپاڼې بیا د پاکستاني چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې طالب پلاوی د خپلواکې پرېکړې واک نه لري او له کابل او کندهار څخه امر ترلاسه کوي.
