افغانستان

د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې پروګرام: د افغانستان ښارونه د چټکې پراختیا وړتیا نه لري؛ لومړی باید پرمختیا رامنځته شي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې پروګرام وايي، که څه هم د افغانستان د ښاري اوسېدونکو شمېر په تېرو لسیزو کې په بې‌سارې توګه زیات شوی، خو ښارونه لا هم د دغه چټک بدلون د منلو وړتیا نه لري.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، په ۱۹۵۰ کال کې یوازې پنځه سلنه افغانان په ښارونو کې اوسېدل، خو تر ۲۰۲۲ کال پورې دا شمېر ۲۵ سلنې ته رسېدلی دی. اټکل کېږي چې تر ۲۰۶۰ کال پورې به د افغانستان نیمايي نفوس په ښاري سیمو کې ژوند کوي.

د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې پروګرام ټینګار کړی چې که اوس جدي ګامونه پورته نه شي، ښاري بې‌نظمۍ، د بنسټیزو خدمتونو نشتوالی او د استوګنې ستونزې به د افغانستان د راتلونکي پرمختګ پر وړاندې ستر خنډونه جوړ کړي.

دغه اداره زیاتوي، ښاري کېدل کولای شي د مثبت بدلون یو پیاوړی محرک شي، خو دا کار هغه مهال ممکن دی چې پلان جوړونه، بنسټیزې پانګونې او دوامدارې پالیسۍ په ګډه پلي شي.