د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، اعلان کړی چې هېواد یې د اټومي انرژۍ پر مټ چلېدونکی «بوریوېستنیک» کروز توغندی په بریالیتوب سره ازمویلی او ژر به د دې وسلې د ځای پر ځای کولو لپاره چمتووالی پیل کړي.
د روسیې د پوځ لوی درستیز والېري ګېراسیموف ویلي، دا توغندی د اکتوبر په ۲۱مه وازمویل شو، ۱۴ زره کیلومتره واټن یې وهلی او ۱۵ ساعته یې پرواز کړی دی. د هغه په وینا، دا ازموینه له پخوانیو ازموینو اوږده وه او توغندی د اټومي انرژۍ په زور چلېده.
پوتین چې په پوځي جامو کې د جګپوړو قومندانانو ترمنځ خبرې کولې، وویل:
“بوریوېستنیک یوه بېسارې وسله ده، چې نړۍ کې بل هېڅ هېواد ورته نه لري. دا کولی شي د هر ډول دفاعي ډالونو او توغندیو د مخنیوي سیستمونه له منځه یوسي.”
روسیه دا توغندی په ۲۰۱۸ کال کې نړۍ ته وروپېژاند، او ناټو یې د SSC-X-9 Skyfall په نوم یادوي. دغه وسله، د روسي چارواکو په وینا، “نږدې نه ختمېدونکې واټن” او “نا اټکلېدونکی الوت مسیر” لري، چې دا یې د نړۍ له ټولو وسلو جلا کوي.
پوتین وویل، ځینو روسي متخصصانو پخوا دا پروژه ناممکن بللې وه، خو اوس یې “مهمې ازموینې” بریالۍ پای ته رسېدلې دي. هغه زیاته کړه، روسیه به د دې وسلې د ځای پر ځای کولو لپاره اړین تاسیسات جوړ کړي.
شنونکي وایي، د دې ازموینې اعلان په داسې وخت کې شوی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر روسیې د فشار سیاست سخت کړی، څو د اوکراین جګړې د بندېدو لپاره پرېکړه رامنځته شي.
د کرملین ویاند، دیمیتري پېسکوف، ویلي:
“لوېدیځ باید پوه شي چې که پر روسیه برید وشي، ځواب به یې جدي وي، که نهوي، تر هغه هم شدید.”
روسیه وایي، د بوریوېستنیک ازموینه د هغې د اټومي ځواک د نوې دورې پیل ښيي او دا ثابته کړه چې مسکو لا هم د نړۍ له ستر اټومي قدرتونو څخه دی، چې د لوېدیځ د هر ډول پوځي فشار پر وړاندې ولاړ دی.
