د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د دغه وزارت د مرستیال ابراهیم صدر په مشرۍ یو پلاوی د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) د وزیرانو څلورمې غونډه کې د ګډون لپاره تهران ته تللی دی.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع، ویلي چې دا غونډه د سیمهییزو همکاریو د پراختیا او د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا په موخه د ایکو د غړو هېوادونو ترمنځ ترسره کېږي.
د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، په دې سفر کې د کورنیو چارو وزارت د امنیتي مرستیال دفتر عمومي رییس احسانالله سهیل، د دې وزارت د جغرافیایي سیستم رییس محمود، او د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالو سازمانونو رییس عمار مهاجر هم د پلاوي برخه دي.
په اعلامیه کې راغلي چې دې غونډې کې ګډون د طالبانو له لوري د هغو هڅو برخه ده چې هدف یې د سیمهییزو همکاریو پیاوړتیا او د ایکو د غړو هېوادونو ترمنځ همغږي زیاتول دي.
له دې وړاندې د ایران د کورنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال او ویاند علي زینيوند ویلي وو چې د ایکو د غړو هېوادونو د وزیرانو څلورمه غونډه به د دوشنبې او سه شنبې په ورځو تهران کې ترسره شي.
هغه ویلي: «دا یوه مهمه غونډه ده چې له ۱۵ کلن ځنډ وروسته، د ایران د څوارلسم حکومت د سیاست له مخې چې له ګاونډیو هېوادونو سره تعامل ته لومړیتوب ورکوي، ترسره کېږي.»
زینيوند زیاته کړه چې ایران د ۱۶ سرحدي ښارونو او ۱۵ ګاونډیو هېوادونو په لرلو سره د سیمهییزو همکاریو لپاره پراخ ظرفیت لري او په وروستیو کلونو کې یې له ګاونډیانو سره دوه اړخیز تړونونه زیات شوي دي.
