طالب او پاکستاني پلاوو نن د خپلو خبرو اترو دویم پړاو، د ترکیې په استانبول ښار کې پيل کړ.
دا خبرې داسې مهال دي، چې د پاکستان د دفاع وزیر خبرداری ورکړی، که د افغانستان او پاکستان ترمنځ شته اختلافات د خبرو له لارې حل نه شي، نو دوی به له طالبانو سره په ښکاره جګړه کې ښکېل شي.
بل خوا، یوه طالب سرچینې آمو ته ویلي، چې پر پاکستان د امنیتي ضد پېښو پر اقداماتو د یوه نظارتي حل لارې رامنځته کول، د دې هېواد د امنیتي مسایلو درک، د سوداګرۍ پر وړاندې د شته خنډونو لرې کول او له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري شړلو مخنیوی، هغه موارد دي، چې په ننني غونډه کې به دواړه خواوې پرې بحث وکړي.
بل لور ته، پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې له طالبانو سره د خبرو لپاره د دې هېواد د مذاکراتي پلاوي په ترکیب کې، د پاکستان د آیاسآی استخباراتي سازمان او د دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو استازي هم شامل دي، خو د طالبانو ویاند د جزییاتو له ورکولو پرته ویلي، چې د طالب مذاکراتي پلاوي مشري د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د مرستیال پر غاړې دی.
