د طالبانو د ملي تدارکاتو کمېسیون ویلي دي چې په خپله نوبتي غونډه کې یې ۲۲ ودانیزې پروژې تصویب کړې، چې ارزښت یې له ۵٫۳ میلیارده افغانیو څخه زیات دی.
دغه غونډه د شنبې په ورځ، د وزیرانو د ریاست اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ، په کابل کې ترسره شوه.
د کمېسیون د خبرپاڼې له مخې، په نننۍ غونډه کې ټولې ۳۵ پروژې د ارزونې لپاره وړاندې شوې وې، چې له هغې ډلې ۸ پروژې د تعدیلاتو سره تصویب، ۲۲ پروژې وروستۍ تأیید او ۵ پروژې د تدارکاتي ستونزو له امله د بیا کتنې لپاره بېرته استول شوې دي.
د طالبانو د اقتصادي دفتر د خبرپاڼې په وینا، تصویب شوې پروژې پکې شاملې دي:
- د استنادي دیوالونو جوړول،
- د اوبو لګولو کانالونو جوړول،
- د ولسوالیو ترمنځ د نښلوونکو سړکونو جوړول،
- د میدان وردګو د لوړو زدهکړو مؤسسې د لیلیې جوړول،
- او د برېښنا د وېش او انتقال نیمګړې پروژې بشپړول.
د طالبانو د تدارکاتو کمېسیون ویلي چې یادې پروژې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د اقتصادي بنسټونو د پیاوړتیا او عامه خدماتو د ښه والي لپاره پلي کېږي.
د دې کمېسیون په وینا، ټولې پروژې به د طالبانو له ملی بودیجې څخه تمویل شي
