سویلي آسیا

پاکستان وایي، د استانبول د ناستې موخه د ترهګرۍ مخنیوي د څار میکانیزم جوړول دي

د طالبانو او پاکستان دوېم پړاو خبرې به د ترکيې په استانبول کې ترسره شي

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت اعلان کړی، چې د دوحې د اوربند تړون او خبرو دوام په موخه د دغه هېواد او طالبانو ترمنځ دوېم پړاو خبرې د شنبې په ورځ (د لړم درېيمه) د ترکيې په استانبول ښار کې ترسره کېږي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وياند طاهر حسين اندرابي ويلي، د غونډې هدف د «څار یو باوري ميکانېزم رامنځته کول» دي، څو د ترهګرۍ د فعاليتونو مخه ونيول شي او د پاکستان په خاوره کې د تلفاتو کچه راټيټه شي.

هغه زياته کړه، دا غونډه د دوحې د تېرې اونۍ د خبرو دوام دی، چې د قطر او ترکيې په منځګړيتوب ترسره شوې وې او د دواړو لوري د اوربند تړون ته رسېدلې وه.

اندرابي د قطر او ترکيې له منځګړيتوب مننه وکړه او ويې ويل، پاکستان د دغو هېوادونو «رغوونکی رول» د سيمې د ثبات لپاره ستايي.

د ترکيې رسنۍ وايي، انقره هڅه کوي د استانبول له غونډې وروسته د اسلام‌اباد او کابل ترمنځ د دايمي اړيکو د ټينګښت زمينه برابره کړي.

دغه خبرې په داسې حال کې ترسره کېږي، چې تېره اوونۍ د دواړو لوريو ترمنځ د جګړو او هوایي بریدونو له امله د دواړو غاړو يو شمېر کسان وژل شوي او ټپيان شوي وو.