د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، روسیه به هیڅکله د امریکا یا بل هر بهرني ځواک د فشارونو تر اغېز لاندې پرېکړه ونه کړي، او خبرداری یې ورکړی چې که د روسیې پر خاوره برید وشي، غښتلی او سخت ځواب به ورکړي.
پوتین دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ په مسکو کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال وکړې. هغه د امریکا لهخوا پر دوو سترو روسي نفتي شرکتونو د لګول شویو بندیزونو په غبرګون کې وویل، دغه بندیزونه به د روسیې پر اقتصاد ژور اغېز ونه کړي، بلکې دا د فشار راوستلو یوه هڅه ده.
نوموړي وویل: «دا یو کرکجن چلند دی، خو روسیه به هېڅکله د فشارونو له امله پرېکړه ونه کړي. هېڅ باعزته هېواد د زور یا ګواښ له مخې خپل دریځ نه بدلوي.»
پوتین همدارنګه ټینګار وکړ چې د روسیې د انرژۍ سکتور قوي دی او د بندیزونو اغېزې به یې لنډمهالې وي. هغه خبرداری ورکړ چې د روسیې د نفتو د صادراتو ځنډول به د نړیوالو نفتو بیې لوړې کړي، چې د ده په وینا، د امریکا لپاره به سیاسي ستونزې هم رامنځته کړي.
ولادیمیر پوتین دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په بوداپست ښار کې له پوتین سره پلان شوې سرمشریزه لغوه کړه او پر روسیې یې نوي بندیزونه ولګول.
پوتین وویل، د خبرو او ډیالوګ دوام د شخړې او جګړې پر ځای غوره لاره ده، خو که د روسیې پر خاوره برید وشي، «ځواب به یې ډېر جدي او حتی غالب وي.»
Top of Form
Bottom of Form
