روغتیا

تورخم کې له افغان ناروغانو سره روان ناسم چلند اندېښنې زیاتې کړې

د تورخم پولې له لارې پاکستان ته تلونکي ناروغان شکایت کوي، چې پر دې لار د قانوني اسنادو په شتون کې هم ځورول کېږي.

پر دې لار تلونکي ناروغان شکایت کوي، چې د بشپړو اسنادو په شتون کې هم په شپو شپو په تمه کېږي، خو د درملنې لپاره نه پرېښودل کېږي.

پر یاده لار هره ورځ سلګونه کسان د درملنې لپاره پاکستان ته د تلو انتظار باسي، خو هلته د پاکستاني پولیسو ناسم چلند ډېری ناروغان له مرګ سره مخامخ کړي دي.

ګل محمد اسناد په لاس له خپل ناروغ سره غواړي پاکستان ته د درملنې لپاره ولاړ شي.

دی وایي، که په هېواد کې دننه معیاري روغتون موجود او سمه درملنه يې کېدای شوای ښايي له اوسني ځور سره نه وای مخ شوي.

دی زیاتوي: «د تورخم ستونزه بيخي زیاته ده، دلته ناسم چلند روان دی، طالبان یوازې د دې ناسم چلند لیدنه کوي او هېڅ نه‌شي کولای، له دې سره سره د پاسپورټونو د وېش په برخه کې هم کارونه پر وخت نه ترسره کېږي.»

تورخم کې د طالبانو د روغتیا د برخې مسوولین هم مني، چې دلته د افغان ناروغانو ستونزې زیاتې دي.

ډاکټرعبدالهادي وایي، هره ورځ په لسګونه ان کله سلګونه کسان یاد هېواد ته د درملنې لپاره ځي، چې دې ګڼې ګوڼې هم ستونزې زیاتې کړې دي.

ډاکتران هم د طالبانو له مرکزې ادارې غواړي، چې د دې ستونزې د دایمي هواري لپاره هڅه وکړي.

نوموړی زیاتوي: «موږ اړ یو اسناد پوره وګورو او بیا خلک پرېږدو ډېری خلک چې اسناد يې برابر نه وي بیا نه پرېښودل کېږي، خو پاکستاني پولیس بیا بیخي ظلم کوي.»

د تورخم د کمېشنرۍ لپاره د طالبانو کمېشنر مولوي خالد بیا وایي، چې پاکستان ورسره د ناروغانو په برخه کې د ستونزو د هواري ژمنې کړي، خو یوه یې هم نه ده عملي کړې.

دی وایي، چې هڅې یې روانې کړې دي ترڅو په دې برخه کې د افغان ناروغانو ستونزو ته د حل‌لار وګوري.

خالد وایي: «موږ د پاکستان له مسوولینو سره د مسافرو پر ټولو ستونزو خبرې کړې دي او هغوی هم د همکارۍ ژمنه کړې ده.»

د ویلو ده، چې پاکستان په ځلونو د افغان ناروغانو او د مسافرو د ستونزو د حل په موخه ژمنې کړي؛ خو لا تر اوسه يې هېڅ یوه هم نه ده پلې کړې.

افغانان همداراز د پاکستان هېواد د وېزو په اخیستو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

یاد هېواد هره ورځ له سلګونه افغانانو د وېزې د ورکړې په نوم په انلاین بڼه پیسې او فیس اخلي، خو د وېزو غوښتونکي وایي له ۶۰ تر ۷۰ ورځو انتظار وروسته یې ډېری وخت پیسې هم بېځایه ځي او وېزه هم نه ورکول کېږي.

د وېزو انلاین ترلاسه کوونکې ادارې هم دا ستونزه مني او وایي نوم لیکنه کوي او پاکستان ترې فیسونه اخلي، خو په سلو کې کله کله ۵ تنو ته وېزه ورکول کېږي.

اوس د عامو افغانانو غوښتنه دا ده، چې پاکستان دې پر خپلو ژمنو ودرېږي او طالبان دې په دغه برخه کې جدي ګامونه پورته کړي تر څو د عام ولس ستونزي هوارې شي.