د هېواد د هنرمندې اسما وصال کورنۍ آمو ته تاييد کړې چې نوموړې تېره ورځ د پاکستان د پوليسو لهخوا نيول شوې ده.
د هغې د کورنۍ معلوماتو له مخې، مېرمن وصال له درې کلونو راهيسې په اسلاماباد کې د تبعيد ژوند تېراوه، خو د پاکستان پوليسو تېره ورځ هغه ونيوله.
سرچينې وايي، له نيول کېدو وروسته نوموړې د حاجي کمپ د کډوالو کمپ ته لېږدول شوې او دا مهال د کډوالو د ډیپورټ مرکز کې ده.
د اسما وصال ورور آمو سره په خبرو کې د خپلې خور نيول تأييد کړي او ويلي يې دي چې اسما وصال د جبري بېرته لېږدونې له خطر سره مخ ده.
د پاکستان چارواکو تر اوسه د هغې د نيول کېدو په اړه هيڅ رسمي څرګندونې نه دي کړي.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې د طالبانو او د پاکستان د پوځ ترمنځ وروستي نښتې او همدارنګه د پاکستان د لومړي وزير د کډوالو د جبري اخراج حکم د افغان کډوالو وضعيت نورهم سخت کړی دی.
پاکستان کې مېشت افغان کډوال وايي، د تيرو دريو ورځو راهيسې پوليسو د افغانانو د نيولو لړۍ چټکه کړې او په ځينو مواردو کې د پولیسو له لوري د بېلابېلو پلمو لمخې له دوی پيسې هم غوښتل کېږي.
