کډوالي

افغان خبریال جاوېد قریشي د پاکستان پولیسو نیولی

انځور- افغان خبریال جاوید قریشي

د پاکستان له لوري د افغان کډوالو د جبري ایستلو او نیونو د لړۍ په دوام، د دغه هېواد پولیسو افغان خبریال جاوېد قریشي هم نیولی دی.

قریشي په یو غږیز پیغام کې ویلي، چې پولیسو هغه د خیبر پښتونخوا له اټک سیمې څخه نیولی دی.

د نوموړي نیونه په داسې حال کې شوې، چې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له اته ورځنیو نښتو وروسته، د پاکستان پولیسو د افغان کډوالو د نیولو او شړلو لړۍ نوره هم چټکه کړې ده.

تازه، د پاکستان پولیسو یو بل افغان خبریال محمد آغا سیلاني هم د اسلام‌اباد په فیصل ښارګوټي کې نیولی و، چې یوه شپه وروسته بېرته خوشې شو.

پاکستاني پولیسو تر اوسه د یادو افغان خبریالانو د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.