رسنۍ

افغان خبریال محمد آغا سیلاني د پاکستان له بند څخه آزاد شو

File photo.

افغان خبریال محمد آغا سیلاني، چې پرون (چهارشنبه، د تلې ۳۰مه) د پاکستان پولیسو د اسلام‌اباد په «فیصل ټاون» سیمه کې نیولی و، په یوه غږیز پیغام کې د خپل خوشې کېدلو خبر ورکړی دی.

نوموړي ویلي، سره له دې چې د فرانسې دولت له لوري د ده د کډوالۍ دوسیې د منلو رسمي لیک ورسره و، خو بیا هم د پاکستان پولیسو نیولی و او وروسته یې د پیسو په بدل کې خوشې کړ.

سیلاني «آمو» تلویزیون ته ویلي، چې د پنجشنبې د سهار تر ۲:۵۰ بجو پورې د پاکستان د پولیسو په توقیف‌خانه کې ساتل شوی و.

تر دې مخکې ځايي سرچینو آمو ته ویلي و، چې محمد آغا سیلاني د اسلام‌اباد په فیصل ټاون سیمه کې د پاکستان د پولیسو له‌خوا نیول شوی و او د اړتیا پرته د ایستلو له خطر سره مخامخ و.

د پاکستان پولیسو تر اوسه د دغه خبریال د نیولو په اړه هیڅ رسمي څرګندونې نه دي کړې.

سرچینو زیاته کړې، چې د احتمالي فشارونو له امله، ډېری کسان له دې ډډه کوي چې په ښکاره د سیلاني ملاتړ وکړي.

Top of Form

Bottom of Form