کډوالي

۵۸ افغانان د پاکستان له زندانونو آزاد او هېواد ته ستانه شول

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې د روانې اوونۍ په ترڅ کې ۵۸ افغان وګړي د پاکستان له بېلابېلو زندانونو خوشې او هېواد ته ستانه شوي دي.

دغه وزارت په خپله خبرپاڼه کې ویلي، یاد کسان د پاکستان د بېلابېلو سیمو د پولیسو له‌خوا نیول شوي وو او له یوې تر دوو میاشتو پورې یې په زندانونو کې وخت تېر کړی وو.

که څه هم وزارت د دوی د نیولو علت نه‌دی روښانه کړی، خو د پخوا په څېر د ډېری افغان کډوالو د نیولو اصلي لامل په پاکستان کې د قانوني استوګنې اسنادو نشتوالی ښودل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له نښتو وروسته، د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د خپل هېواد د فدرالي کابینې په ځانګړې غونډه کې د افغان کډوالو د فوري ایستلو امر ورکړی و.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، دا پرېکړه هغو افغانانو ته راجع ده چې د اعتبار وړ ویزې او قانوني اسناد نه لري، او د هغوی پاتې کېدل په دغه هېواد کې «غیرقانوني» بلل کېږي.

د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، د بېرته ستنېدنې بهیر پړاو په پړاو روان دی، څو د افغان کډوالو ستنېدل په چټک او منظم ډول ترسره شي.

د راپورونو پر بنسټ، تر د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر تر ۱۶مې نېټې پورې له ۱.۴۷ میلیونه ډېر افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

پاکستاني چارواکو ټینګار کړی چې د بې‌سنده افغان کډوالو ساتل یا ورته پناه ورکول قانوني جرم دی او د یادو کسانو پیژندنه او ایستل به دوام وکړي.