رسنۍ

د رسنیو د ملاتړ سازمان د افغان خبریال محمد آغا سیلاني د سمدستي خوشې کولو غوښتنه کوي

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان د یوې خبرپاڼې له لارې، په پاکستان کې د افغان خبریال محمد آغا سیلاني د نیولو په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او د هغه د بې‌قید او شرط خوشې کولو غوښتنه یې کړې ده.

یاد سازمان ویلي، سیلاني د پاکستان د پولیسو له‌خوا د اسلام‌اباد په فیصل ټاون سیمه کې نیول شوی او اوس د اجباري ایستلو له خطر سره مخ دی، خو تر اوسه هېڅ رسمي پاکستاني بنسټ د هغه د نیولو دلیل نه دی څرګند کړی.

په خبرپاڼه کې ټینګار شوی چې دا اقدام د بشري اصولو او د نړیوالو کنوانسیونونو ښکاره سرغړونه ده، ځکه دا کار نه یوازې د پناه‌غوښتونکو د حقونو خلاف دی، بلکې د هغو افغان خبریالانو ژوند او ازادي هم له خطر سره مخ کوي چې اوس مهال یې په پاکستان کې پناه اخیستې ده.

د رسنیو د ملاتړ سازمان زیاته کړې، د پاکستان پولیسو د اسلام‌اباد او راولپنډۍ په سیمو کې د افغان کډوالو د نیولو، کور په کور تالاشي اخیستلو او جبري ایستلو لړۍ نوره هم چټکه کړې ده.

دغه سازمان همدارنګه ویلي، د افغان کډوالو په ځانګړي ډول د خبریالانو پر وړاندې د «سپک رفتار، بډو غوښتنې او غیرقانوني چلندونو» په اړه ګڼ شمېر راپورونه خپاره شوي دي.

مخکې له دې ځايي سرچینو ویلي وو چې خبریال محمد آغا سیلاني د فیصل ټاون په سیمه کې د پاکستان د پولیسو له‌خوا نیول شوی، او د اجباري ایستلو له ګواښ سره مخ دی.

د پاکستان پولیسو تراوسه د هغه د نیولو په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې، خو سرچینې وایي، د احتمالي فشارونو له امله ډېر کسان له علني ملاتړ څخه ډډه کوي.

Top of Form

Bottom of Form