ورزش

کرېکټ؛ ضیاءالرحمن شریفي په خپله لومړنۍ ټېسټ لوبه کې ریکارډ جوړ کړ

ضیا الرحمن شریفي د توپ اچونې پر مهال

د افغان کرکټ د ملي لوبډلې ځوان توپ اچوونکی ضیاءالرحمن شریفي په خپله لومړنۍ ټېسټ لوبه کې د ښې توپ اچونې له امله د ټولو پام ځان ته واړوه. نوموړي د زمبابوې پر وړاندې په ۳۲ اورونو کې یوازې ۹۷ منډې ورکړې او ۷ ویکټې یې ترلاسه کړې، چې دا د یو افغان لوبغاړي لپاره په لومړۍ ټېسټ لوبه کې بې ساری ریکارډ دی.

شریفي د دې لاسته راوړنې له لارې د امیر حمزه هوتک پخوانی ریکارډ هم مات کړ. هوتک په ۲۰۱۹ ز کال کې د ویسټ انډیز پر وړاندې په خپله لومړنۍ ټېسټ لوبه کې د ۷۴ منډو په بدل کې ۵ ویکټې اخیستې وې. اوس شریفي د افغانستان د ټېسټ کرکټ په تاریخ کې لومړنی توپ اچوونکی شو چې په خپل پیل سره یې تر ټولو ډېرې ویکټې واخیستې.

د شریفي د غوره توپ اچونې په مټ، افغان لوبډلې د زمبابوې قوي توپوهونکي په لومړۍ پاڼۍ کې په ۳۵۹ منډو له لوبې بهر کړل. د نوموړي ترڅنګ عصمت عالم دوه او شرف‌الدین اشرف یوه ویکټ ترلاسه کړه.

زمبابوې د افغان لوبډلې د لومړۍ پاڼۍ د ۱۲۷ منډو په ځواب کې د ۲۳۲ منډو مخکېوالی ترلاسه کړ. ټاکل شوې چې افغان توپوهونکي ډېر ژر د خپلې دویمې پاڼۍ د لوبې لپاره ډګر ته ښکته شي.

د کرکټ مبصرین وايي، د شریفي دا لاسته راوړنه د افغانستان د ټېسټ کرکټ لپاره یو نوی باب پرانیزي او ښيي چې هېواد لا هم د نړيوال کچې وړتیا لرونکي لوبغاړي زېږوي.