سوداګري

د صادراتو لپاره د هوايي دهلیز له نشتوالي، کندز کې د شاتو د تولیدوونکو شکایت

په کندز ولایت کې د شاتو تولیدوونکي وایي چې په هېواد کې له بدلونونو وروسته، د دوی کاروبار له ځوړتیا سره مخ شوی او خلک د بې وزلۍ له امله، شات نه شي پېرودلی. له بلې خوا، د طالبانو د کرنې ادارې مسوولین په روان کال کې د دغه محصول د تولید د زیاتوالي خبر ورکوي.

ددې ولایت د شاتو مچیو خاوندان چې له کلونو راهیسې د شاتو په تولید او مچیو په روزنه بوخت دي، وایي چې د شاتو صادرات د تېرو وختونو په پرتله کم شوي دي.

د شاتو نه صادرېدل د دې لامل شوي چې مچۍ لروونکي ونه شي کړای خپل تولید کړي شان په یوه کال کې وپلوري چې دې چارې دوی زیانمن کړي دي.

د شاتو تولیدوونکي د طالبانو له ادارې غواړي چې د دغې ستونزې د اواري لپاره، ورسره مرسته وکړي او د ګبینو د پلور او بازار موندنې لپاره ورته زمینه برابره کړي.

د کندز ولایت د مچیو یو تن روزونکی رحیم الله دې ته په اشارې سره چې په هېواد کې سیاسي بدلون، د دوی کار له ګڼو ستونزو سره مخ کړی دی زیاتوي: «موږ له خپلې سیمې بېځایه شوي یوو او زیاتې مچۍ مو مړې شوې. ما کابو یوولس لکه افغانۍ زیان وکړ.»

هغه د دې ستونزې د حل لار، نورو هېوادونو ته د کندز د شاتو د صادراتو لپاره د هوايي دهلیز پرانیستل بولي.

له بلې خوا، د کندز ښار یو شمېر شات پلورونکي له ګاونډیو هېوادونو د بې کیفیته ګبینو پر وارداتو په نیوکې سره وایي: «د بهرنیو بې کیفیته شاتو واردات، د کورنیو شاتو د تولید بازار د ځوړتیا لامل شوي دي.»

د کندز ولایت یو ګبین پلورونکی امید زیاتوي: «باید له ګاونډیو هېوادونو د بې کیفیته شاتو له وارداتو مخنیوی وشي او د مچیو لروونکو لپاره د باکیفیته محصول د صادرولو زمینه برابره شي. هغه شات چې زموږ په هېواد کې تولیدېږي، له بهرنیو ګبینو غوره دي.»

اخوا، په کندز کې د طالبانو د کرنې رییس مولوي امان الله وایي: «د تېرو کلونو په پرتله د مچۍ لروونکو د شاتو تولید زیات شوی او دوی هڅه کوي په بېلابېلو برخو کې د شاتو له تولیدوونکو سره همکاري وکړي.

د کندز ولایت د ډېری اوسېدونکو ورځنۍ اړتیاوې د کرنې له لارې برابرېږي. په تېرو کلونو کې په دې ولایت کې د مچیو د روزنې او شاتو د تولید لسګونه فارمونو فعالیت درلود؛ خو د جګړو او تاوتریخواليو له امله ډېری دا فارمونه تړل شوي دي.