سمنګانو کې د کابل-مزارشریف پر لویه لار د ټرافیکي پېشې له امله ۹ تنه ټپیان شوي.
دا پېښه تېره ورځ ماښام، د سمنګانو خُلم ولسوالۍ په مربوطاتو کې د مسافر وړونکي ۵۸۰ ماډل موټر او (اکټروز) ډوله موټر ټکر له امله رامنځته شوې ده، چې پکې یوه مېرمن او ۸ نارینه ټپیان شوي ديه.
د سمنګانو د امنیه قومندانۍ ویاند حشمتالله رحمان ویلي، يټپیان د جوزجان، بلخ او سمنګان ولایتونو اوسېدونکي دي او له مزارشریف څخه کابل ته روان وو.
نوموړی وایي، د پېښې ځای ته د ټرافیکي پېښو د څېړنې ټیم په وخت رسیدلی وو او ټپیان یې د خُلم کلینیک ته انتقال کړل. د حشمت الله په وینا، د ټپیانو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ نه دی.
لومړنۍ څېړنې ښيي چې د ې پېښې لامل د موټرچلوونکو بېاحتیاطي، مسوولینو یې د څېړنې خبر ورکړی دی.
