ورزش

د افغانستان د نوولس کلنو کرېکټ لوبډله د بنګله دېش پر وړاندې د سیالیو لپاره ډهاکې ته ورسېده

د افغانستان د نوولس کلنو کرېکټ ملي لوبډله د بنګله دېش د هم‌عمره لوبډلې پر وړاندې د پنځو یو ورځنیو سیالیو د ترسره کولو په موخه د بنګله دېش پلازمېنې ډهاکې ښار ته ورسېده.

افغان ځوانان نن ماسپښین د پنځو یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ لپاره د بنګله دېش په لور روان شول. د لوبډلې د پلان له مخې، افغان لوبغاړي به په ډهاکه کې یوه اونۍ تمرینونه ترسره کړي، څو د سیالیو لپاره بشپړ چمتو شي.

ټاکل شوې ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ لومړۍ یو ورځنۍ لوبه د روانې اکتوبر میاشتې په ۲۸مه نېټه ترسره شي.

دغه سیالۍ د افغانستان د نوولس کلنو لوبډلې لپاره د نړېوالو سیالیو د چمتووالي برخه ګڼل کېږي، او د کرېکټ بورډ چارواکي هیله لري چې افغان ځوانان به ښې پایلې ترلاسه کړي.