افغانستان

په ۱۰ ولایتونو کې د لمریزې برېښنا اوبه‌خورۍ سیسټمونو د پلي کېدلو وړتیا وارزول شوه

د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو ضد ادارې، د پراختیايي خدمتونو له ادارې سره په همکارۍ او د نړیوال بانک په مالي مرسته، د افغانستان په لسو ولایتونو کې د کلیوالو سیمو لپاره د اوبو د بیړني مرستندوی پروګرام په چوکاټ کې ارزونې ترسره کړې دي.

دا ارزونې په ۱۴۵ کلیوالو سیمو کې شوې، څو معلومه شي چې دغه ځایونه د لمر پر برېښنا ولاړو اوبه‌خورۍ  سیسټمونو لپاره مناسب دي او که نه.

د ارزونې پایلې ښيي چې ډېرې سیمې د دغو پروژو د پلي کېدو وړتیا لري. دا به د پروګرام د راتلونکي پړاو لپاره پیاوړی بنسټ برابر کړي او له خلکو سره به د ژوند د ښه کېدو په برخه کې مرسته وکړي.

یادې ادارې وایي، دا ارزونه د معلوماتو پر بنسټ د پلان جوړونې مهم ګام دی، څو هغه خلکو ته چې پخوا یې د کوکنارو له کر څخه عاید ترلاسه کاوه، باثباته او قانوني بدیلونه برابر شي.


د لمریزې برېښنا “اوبه‌خورۍ ” سیسټمونه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره کارېږي. دا ډول سیسټمونه چې د لمر له برېښنا څخه انرژي اخلي، کروندګرو ته دا فرصت ورکوي چې له طبیعي سرچینو ګټه پورته کړي. دا نوې تخنیکي حللارې نه یوازې د انرژۍ مصرف کموي، بلکې د کروندګرو لپاره د دوامدارو عوایدو ور هم پرانیزي، او کولی شي د کوکنارو کر ته یوه قانوني او باثباته بدیله لاره وي.