د ختیځو ولایتونو زلزلهځپلي کورنۍ خبرداری ورکوي چې که له دوی سره بېړنۍ او بنسټیزې مرستې و نهشي، د ژمي سړه هوا به یې ژوند له جدي ګواښ سره مخ کړي.
دا خلک چې له تېرې زلزلې راپدېخوا لا هم په خیمو کې ژوند کوي، وایي د استوګنې لپاره مناسب سرپناه نه لري، او د ژمي لپاره اړینې اسانتیاوې ورسره نشته.
واحدالله، چې د کونړ له ځپلو کسانو څخه دی، وايي:
«موږ یوازې یوه خیمه لرو، حال دا چې زموږ کورنۍ لويه ده. موږ ته تر اوسه نورې خیمې نه دي راکړل شوي، ژوند مو ډېر سخت شوی، نه پوهېږو چې څنګه به یې وزغمو.»
د کونړ یو بل اوسېدونکی، فاتحګل هم ورته اندېښنه لري:
«ژمی را روان دی، موږ سرپناه نه لرو. که موږ ته کورونه نه جوړېږي، نو باید انتقال شو. ماشومان مو له سخت وضعیت سره مخ دي.»
دا زلزله د زمري پر لسمه د کونړ، ننگرهار او ختیځو ولایتونو یو شمېر ولسوالۍ ولړزولې. د طالبانو د حکومت د معلوماتو له مخې، په دې زلزله کې تر ۲۲۰۰ ډېر کسان وژل شوي او له ۳۶۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.
زلزلهځپلي خلک وایي، د نړیوالو مرستو کچه ډېره کمه ده، او که ژر تر ژره رسېدنه و نهشي، د ژمي يخنۍ به ډېر کسان له ګواښ سره مخامخ کړي.
