د امریکا په کالیفورنیا ایالت کې مېشتو افغانانو د افغانستان پر خاوره د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو په غبرګون کې لاریون وکړ. لاریونوالو له ملګرو ملتونو وغوښتل، چې دا بریدونه «جنګي جنایت» وبلل شي او د هغو په تړاو سرتاسري او بېطرفه تحقیقات وشي.
د لاریون اعلامیه کې د امریکا له حکومت څخه هم غوښتنه شوې، چې له پاکستان سره پر خپلو اړیکو له سره غور وکړي او پر اسلاماباد باید سیاسي فشار زیات کړي.
لاریونوالو دا بریدونه د افغانستان پر ملي حاکمیت ښکاره تېری وباله او د ولسي خلکو وژل یې د نړیوالو بشري قوانینو خلاف عمل وبللو.
د کالیفورنیا ترڅنګ، د امریکا او نړۍ په ځینو نورو هېوادونو کې هم ورته لاریونونه ترسره شوي دي.
د پاکستاني الوتکو په وروستیو بریدونو کې بېګناه ولسي افغانان او د کرکټ یو شمېر لوبغاړي شهیدان شوي دي. کرېکټ نړېوالې شورا په ګډون ګڼو بنسټونو دا بریدونه غندلي او هغه یې د نړیوالو اصولو ښکاره سرغړونه بللې ده.
