نړۍ

د ترکیې د ډبرو سکرو کان چاودنې د قربانیانو شمېر ۲۸ تنو ته ورسېد

Reuters

ترکي چارواکو د شنبې پر ورځ وویل، چې د ترکیې په شمال کې د ډبرو سکرو په کان کې د چاودنې له امله، د قربانیانو شمېر لږترلږه ۲۸ تنو ته زیات شو او د اور د کابو کولو او له زیانمنو سره د مرستې هڅې روانې دي.

کله چې د ترکیې د بارتین تور سمندر په ساحلي ولایت آماسرا ښار کې په ټي کې کې کانو کې چاودنه وشوه، ۱۱۰ کارګر په څاه کې په کار بوخت وو.

د ترکیې د انرژۍ وزیر فاتح دورماز وایي چې د ۱۵ تنو د ژغورنې عملیات روان دي چې ډېری یې د کان په دهلېز کې دي؛ په دغه ځای کې د شنبې تر ورځې اور لګېدنې دوام درلود.

هغه ځایي خبریالانو ته وویل: «دا لویه اورلګېدنه نه ده؛ خو هغه ځای ته د امن رسېدو لپاره، اور او مونو اکساید کاربن باید له منځه ولاړ شي.»

دورماز زیاته کړه چې څلور یا پینځه نور کارګران په غارونو کې ګېر پاتې وو.

نوموړي په دې مخکې ویلي و چې د لومړنیو ارزونو له مخې، چاودنه ښايي د اور لګېدنې له امله وي چې د ډبرو سکرو په کان کې د اور اخیستونکو ګازونو ته اشاره ده.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا، په یوه ټویټ کې ولیکل چې ۲۸ کان کیندونکي ووژل شول او ۱۱ نور ژغورل شوي چې د بارتین او استانبول په روغتونونو کې بستر دي.

سلیمان سویلو وویل چې ۵۸ تنه ژغورل شوي دي.

امبولانسونه په سیمه کې د تیارسۍ په حال کې وو، د ترکیې د طبیعي پېښو د مدیریت آژانس وایي چې مرستندویه ډلې له شاوخوا ولایتونو څخه سیمې ته لېږل شوي دي.

ټاکل شوې وه د ترکیې ولسمشر د شنبې په ورځ له دغه کان څخه لیدنه وکړي.

په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د ترکیې د کان په تر ټولو ناوړه غمیزه او د دغه هېواد به لوېدیځ سوما ښار کې د ډبرو سکرو په کال کې د ننه د اور لګېدو له امله ۳۰۱ تنه مړه شول.