د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۴ د تلې ۲۶ – د ۸ بجو خبرونه

د پکتیکا ولایت پر ارګون ولسوالۍ د پاکستان د تېرې شپې هوایي برید هم‌مهاله، د محمد یعقوب مجاهد په مشرۍ د طالبانو لوړپوړی پلاوی له پاکستاني چارواکو سره د خبرو اترو په موخه دوحې ته تللی دی.

د ارګون پر ولسوالۍ د پاکستاني پوځ د تېرې شپې د هوایي بریدونو په پایله کې، د ښځو او د کرکټ د درې لوبغاړو په ګډون، لس کسان وژل شوي دي.

بل لور ته، د پکتیکا اوسېدونکي د وژل شویو د جنازې په مراسمو کې ویلي، چې د دې برید غچ باید واخیستل شي.