د رضوي خراسان ولایت د وګړو چارو رئیس جعفر سیدآبادي وایي، چې د افغان کډوالو د بېرته ستنېدلو په پروسه کې د عزتمند بېرته ستنېدو اصل ته ژمنتیا لري او دا یې د خپلې ادارې اصلي شعار ګڼلی دی.
سیدآبادي دا څرګندونې تېره ورځ د “د همدلي او مهربانۍ خادمان” تر سرلیک لاندې یوې غونډه کې وکړې، چې په مشهد ښار کې جوړه شوې وه.
نوموړي وویل: “موږ په دې موده کې دوه مهم موضوعات تعقیب کړل، چې یو یې د سرشمېرنې د پاڼو درلودونکو برخلیک معلومول و، او بله د افغان کډوالو بېرته ستنول، چې خورا مهمه موضوع وه.”
هغه زیاته کړه، د دې لوی کار په ترسره کولو کې ګڼو لورو همکاري وکړه او د ښه کوربهتوب بېلګه یې وښوده. سیدآبادي د دغې غونډې موخه د همدې همکارانو قدرداني وبلله.
نوموړي ټینګار وکړ: “زموږ اصلي شعار دا و چې افغان وروڼه په درناوي سره خپل هېواد ته ستانه شي، او دا مو د عمل بنسټ جوړ کړی و.”
سیدآبادي همداراز وویل، له دې طرحې وروسته یې هڅه وکړه چې هغو افغان کډوالو ته، چې سږکال یې کربلا ته د تګ فرصت نه و موندلی، د امام رضا (ع) د شهادت د ورځو په مناسبت په مشهد ښار کې ښه کوربهتوب برابر کړي.
هغه په پای کې هیله وښوده، چې دا همدلي، یووالي او ګډ تفاهم باید همداسې وساتل شي، ترڅو دواړه ملتونه د ورورۍ او احترام فضا کې سره ژوند وکړي.
