نړۍ

زېلنسکي: د تاماهاوک توغندیو لېږد روسیه د خبرو مېز ته راوګرځوله

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي ویلي، د امریکا له لوري د اوږد واټن لرونکو «تاماهاوک» توغندیو د احتمالي لېږد خبرونو روسیه اړ کړې چې د اوکراین د سولې په اړه له واشنګټن سره د خبرو د بیا پیل هڅه وکړي.

زېلنسکي د پنجشنبې په شپه په ټولنیز پلیټفارم «ایکس» (پخوانی ټویټر) کې لیکلي: «اوس په واشنګټن کې یم او د امریکايي دفاعي شرکتونو له استازو سره ګورم، څو د اوکراین د دفاعي وړتیاوو د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړو. موږ د لا زیاتو هوایي دفاعي سیسټمونو پر برابرولو هم خبرې کوو.»

هغه زیاته کړه، نن به د امریکا د انرژۍ د شرکتونو له استازو سره هم وګوري، ځکه روسیه د اوکراین پر انرژي بیخبناوو بریدونه زیات کړي او د هېواد د انرژۍ ثبات ساتل اړین دي.

زېلنسکي وویل، د جمعې په ورځ یې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره لیدنه پلان شوې ده، او هیله لري چې د منځني ختیځ د سولې د تجربې له لارې د روسیې جګړه هم پای ته ورسېږي.

نوموړي ادعا وکړه: «مسکو سمدستي وروسته له هغه د خبرو د بیا پیل هڅې پيل کړې چې یې واورېدل د تاماهاوک توغندیو د لېږد امکان شته.»

زېلنسکي ټینګار وکړ، د اوکراین لپاره یوازینی بدیل «د باوري سولې او خونديتوب» ترلاسه کول دي.

د راپورونو له مخې، ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پنجشنبې په شپه په یوه ټیلیفوني تماس کې د اوکراین جګړې او د احتمالي سولې پر موضوع خبرې کړې دي. د کرملین د سلاکار یوري اوشاکوف په وینا، دا تماس د روسیې په غوښتنه شوی و، او ټرمپ پوتین ته وړاندیز کړی چې راتلونکې لیدنه یې د هنګري په پلازمېنه بوداپست کې وشي، چې پوتین یې هرکلی کړی.

سره له دې، ټرمپ تر اوسه د اوکراین د غوښتنې له مخې د تاماهاوک توغندیو د ورکړې پرېکړه نه ده کړې، خو د ده مرستیال جې‌ډي وینس ویلي، دا غوښتنه تر جدي ارزونې لاندې ده.

له بلې خوا، کرملین ویلي، پوتین ټرمپ ته ویلي چې د دغو توغندیو لېږد به د جګړې وضعیت بدل نه کړي، خو د واشنګټن او مسکو اړیکو ته به سخت زیان ورسوي او د سولې د حل امکانات به له منځه یوسي.

تاماهاوک یو اوږد واټن لرونکی کروز توغندی دی چې تر ۲۵۰۰ کیلومتره پورې هدف ویشتی شي او د ۴۵۰ کیلوګرامه چاودېدونکي سرګلولې لري – هغه چې تر اوسه اوکراین ته نه دي ورکړل شوي.